‏د ملګرو ملتونو کارپوهانو او ځانګړي استازي له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۴ل)

‏د پاکستانۍ ډان نیوز ورځپاڼې د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د راپور ورکونکي ځانګړي استازي ريچارډ بونيټ او د دغه سازمان کارپوهانو له پاکستاني حکومت غوښتي، چې ژر تر ژره د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي.

د دغه سازمان کارپوهانو له پاکستان غوښتي، چې د یو ګاونډي هېواد په توګه خپلې اوږدې مخینې ته په کتو د افغانانو مېلمه پالنې ته دوام ورکړي او د کډوالو نیونې، تهدید او پر وړاندې یې د هر ډول فشارونو مخنیوی وکړي.

د کارپوهانو یادې ډلې اندېښنه څرګنده کړې وايي، په زور د افغان کډوالو ایستل کولای شي د ژوند خطرونو سربېره جنسیتي او د ښځو او نجونو حقوق زیانمن شي زياتوي

پاکستان د تېرې مارچ میاشتې ۳۱ مه په داوطلبانه توګه ACC کارت لرونکو افغانانو ته وخت ورکړی و، چې له پاکستان ووځي، چې د یاد مهلت له پوره کېدو سره سم یاد هېواد د افغان کډوالو د نیولو او اخراج پراخ عملیات پیل کړي او لا هم د افغان کډوالو د نيولو لړۍ روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو او بيرته راستنيدونکو چارو وزير ښاغلي مولوي عبدالکبیر په يوه ناسته کې د پاکستان او ايران څخه غوښتي چې افغان کډوالو ته وخت ورکړي څو هغوی په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي زياتوي:»اسلامي امارت غواړي چې کوربه هېوادونه افغان کډوالو ته وخت ورکړي، څو هغوی په داوطلب ډول هېواد ته راستانه شي».

مربوطه مطالب

Back to top button