ټرمپ ولې وارخطا دی ؟

ټرمپ ولې وارخطا دی ؟

ليکنه: عبدالصمد موسی

د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ چې څو میاشتې وړاندې یې لوړه وکړه ، داسې بې سارې اقداماتو ته مخه کړې ده چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې یې بېلګې کمې موندل کیږي.

ټرمپ په مستقیم او غیرې مستقیم ډؤل عملاً اوسمهال د نړۍ له “180” هیوادونو سره په کش و ګیر او ګواښونو کې اخته دی .

په سیاسي ، نظامي ، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې یې د نړې نږدې هر ملګري او دوښم.ن هیواد ته په شکل د اشکالو زهر ور رسېدلي دي .

ځینو سیمو ته د پوځونو د استولو پرېکړې کوي، ځینو سیمو ته بېړۍ لېږي په ځینو سیمو کې نظامي مانورونه کوي ، د خپلو متحدو هیوادونو په ګډون یې په زیاتو هیوادونو د تعروفو په لوړولو د اقتصادي کړۍ د راتنګولو پلان عملي کړ .

د ټرمپ په مقابل کې تر ټولو جدي اقدامات د اروپایي ټولنې لخوا تر سره کیږي ، فرانسې تازه ګواښ کړی چې په متحده ایالاتو تعرفې لوړوي ، انګلستان ، کاناډا ، ایټالیا ، چین ، او د نړۍ نورو هیوادونو هم د بالمثل عمل اعلانونه کړیدي .

دا په داسې حال کې ده چې د ټولې نړۍ په کچه یې د متحده ایالاتو په وړاندې د هیوادونو بې باوري رامنځ ته کړې ده .

ټرمپ ولې داسې وارخطا دی او هر چا ته لاس ور اچوي ؟

د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې ټرمپ په هره “سیاسي ، اقتصادي ، نظامي ” فضایي او ټولنیزه ” برخه کې یو تر ټولو ځواکمن او پټ دوښ.من ویني .

دا دوښمن څوک دی ؟

ځواب “””” چین””””

د متحده ایالاتو تر ټولو باتجروبه ډیپلوماټ ” هینري کیسینجر” درې کاله وړاندې ویلي وو چې د نړۍ وضعیت ته په کتو د درېمې نړیوال نړیوالې جګړې د پیل لپاره له لسو کالونو کم وخت پاتې دی .😥

کېسینجر ویلي وو چې دا جګړه به د نورو اړخونو تر څنګ نېغ په نېغه د چین او متحده ایالاتو تر منځ پېښیږي ځکه چین له هره پلوه امریکا ته سر خوږی جوړ کړی .

څو میاشتې وړاندې د چین چارواکو د ټرمپ د ځینو ګواښونو په وړاندې په جار اعلان وکړ چې چین چمتو دی له امریکا سره حتی اتومي جګړه وکړي چې ورسره امریکایانو خاموشي اختیار کړه .

اوس ټرمپ غواړي چې ځان په کور دننه پوره کړي او په داسې شکل د چین مخې ته ودریږي چې سبا نورو هیوادونو ته د مرستې لاس اوږد نکړي خو ستونزه دا ده چې نوموړي متحده ایالاتو یوې سختې انزوا ته روان کړیدي .

تازه په تازه په متحده ایالاتو کې د ونډو بازارونه په بېساري ډؤل لوېدلي دي ، مشهور میلیاردران یې له درنو زیانونو سره مخامخ دي ، کمپنۍ یې د بازار موندنې ستونزې لري، د توکیو نرخونه لوړ شوي او تر ټولو مهمه دا چې د نړۍ په مختلفو زونونو کې یې په وړاندې نوي محاذونه پرانیستل کیږي .

که څه هم زمونږ هیواد ته یې د وسلو او پیسو په برخه کې زیات ګواښونه کړیدي خو مونږ ته یې مستقیم خطر زیات نشته ، البته که چارواکي له ملت سره نرم چلند ونکړي ، د مینې او مرحمت غېږه ورته خلاصه نه کړي ، عدالت حاکم نه شي ، په واک کې خپلو خلکو ته ونډه ورنکړي ملي مصالحو ته پاملرنه ونکړي او په خپلو خلکو فشار کم نکړي په نړیواله کچه د سیاسي اوضاع خرابیدل به زمونږ د هیواد مختلفې ډلې د یوه او بل غیږې ته کش کړي چې دا به نه د نظام په خیر وي او نه د خلکو.

مربوطه مطالب

Back to top button