د برېښنا شبکې صندقونو د ساتنې او خونديتوب په اړه د فیس په تړاو د برېښنا شرکت وضاحت

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې د برقي صندوقونو د ساتنې لپاره د ټاکل شوې فیس په اړه تېروتنه شوې وه، او کلني ډول له استوګنیزو مشتریانو څخه ۱۰۰ افغانۍ او له تجارتي مشتریانو څخه ۲۰۰ افغانۍ اخېستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې یو شمېر کسان د برېښنا شرکت د نوو برېښنا بیلونو انځورونه خپروي، چې پکې ښودل شوي چې دغه شرکت له استوګنیزو میټرونو څخه هره میاشت ۲۰۰ افغانۍ او له تجارتي میټرونو څخه ۴۰۰ افغانۍ په بيل کې ليکلي دي.
د افغانستان د برېښنا شرکت د سوداګریزو چارو رئیس عبدالله جهان په یوه ویډیويي پیغام کې منلې چې له تېرې حوت میاشتې راهیسې د برقي صندوقونو د ساتنې لپاره نوی فیس ټاکل شوی، خو وایي چې پدې برخه کې یوه ټایپي تېروتنه شوې ده.
هغه وایي: «په هغو بیلونو کې چې ۲۰۰ یا ۴۰۰ افغانۍ لیکل شوي، دا د یوه دورې لپاره لیکل شوي دي، خو اصلي خبره دا ده چې دا فیس کلنی ۱۰۰ افغانۍ دی او دا د دوو کلونو لپاره دی، د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو لپاره دی.»
برېښنا شرکت ویلي، چې په کلني ډول له استوګنیزو مشتریانو څخه ۱۰۰ افغانۍ او له تجارتي مشتریانو څخه ۲۰۰ افغانۍ اخېستل کېږي، چې دا د میاشتې په حساب سره نږدې ۸٫۳ افغانۍ له استوګنیزو او ۱۶٫۶ افغانۍ له تجارتي مشتریانو څخه جوړېږي.
دغه شرکت ویلي، چې دغه پیسې بیرته د برقي صندوقونو د ترمیم په برخه ولګول کېږي.



