کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۴ل)
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې تېره شپه د دغه ولايت د اوومې امنیتي حوزې پوليسو سره په نښته کې يو وسلوال غل وژل شوی او يو بل ژوندی نيول شوی دی.
د سرچينې په وينا، تېره شپه د يادې حوزې پوليس له دوه تنو غلو سره د ګزمې پر مهال مخ شول، چې په ترڅ کې يې نښته رامنځته شوه او په پايله کې یو غل ووژل شو او يو بل ژوندی ونیول شو.
پوليس وايي، ياد غلو غوښتل چې د خلکو کورونو ته ننوځي او د هغوی شتمنۍ لوټ کړي.
پوليسو ويلي، چې له وسلوالو غلو څخه یوه تومانچه او یو موټرسایکل پاتې دي.
په دې پېښه کې پوليسو ته د کوم زیان راپور ندی ورکړل شوی.


















