د افغان لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند په مشرۍ له کډوالو سره د ناسم او توپیري چلند په اړه ځانګړې غونډه وشوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او له پاکستانه د هغوی په جبري توګه ایستلو په تړاو ځانګړې غونډه شوې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په وینا، په دغې غونډه کې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، او د کډوالو او ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالكبیر هم ګډون درلود.

د ناستې ګډونوالو له افغان کډوالو سره غیر اسلامي او غیر انساني چلند وغنده او د پاکستان له خلکو، سیاسي ګوندونو، دیني عالمانو، او نفوذ لرونکو شخصیتونو یې وغوښتل، چې خپلې اسلامي او انساني مسوولیتونه ادا کړي.

همداراز، دوی له ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو غوښتنه وکړه، چې د بشري ناورین د مخنیوي او د افغان کډوالو د باعزته ستنېدو لپاره خپل مسوولیت ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button