کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې له ګاونډي هېواد پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې د کډوالو سره د روان ناوړه چلند دې بند کړي او دغه راز يې له نړيوالو سازمانونو او ادارو غوښتنه کړې چې د کډوالو سره دې په افغانستان کې بيړنيو مرستو ته راوړاندې شي.
د کډوالو چارو وزارت نن «سه شنبه، ۱۹ وری» په تازه خپره کړې اعلامیه کې ويلي، چې تردې مخکې اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو غوښتي و چې کډوالو ته دې وخت ورکړل شي، څو هغوی د يوه ګډ تفاهم او ميکانيزم له لارې راستانه شي خو زياتوي له ټولو هڅو سره سره پاکستان د افغان مهاجرینو د اجباري اخراج پروسه پیل کړه.
په اعلاميه ويل شوي، چې پاکستان کې افغان کډوال په غير قانوني توګه له کورونو، بازارونو نيول کېږي، د هغوی شتمنۍ او د کورونو اسباب لوټل کېږي چې دا غير انساني او غير قانوني عمل دی او کډوالو چارو وزارت د پاکستان له حکومته غوښتي د افغان کډوالو پر وړاندې پیل شوی تاوتریخوالی او ناوړه چلند پای ته ورسوي.
اعلاميه کې زياته شوې:«افغانستان اسلامي امارت د اجباري راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره چمتووالی پیل کړی دی، خو له هغوی سره د ګاونډیو هېوادونو ناوړه چلن د منلو او تحمل وړ نه دی. ټولو کډوالو ته دې اجازه ورکړل شي چې خپله شتمني، مالونه او د کور اسباب له ځانه سره خپل هېواد ته را ولېږدوي».
دغه راز په اعلاميه کې له نړيوالو سازمانونو، خيريه ادارو او افغان تجارانو هم غوښتل شوي چې د افغانو کډوالو د ستونزو حل لپاره دې کډوالو سره په افغانستان کې بيړنۍ مرستې پيل کړي او په پاکستان کې د کډوالو سره د غير قانوني کړنو روان تاوتريخوالي بندولو په اړه دې غږ پورته کړي.


















