کابل ټکی کام ۱۶کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د امریکا جمهوري ریاست ته نوماند تدکروز خپل رقیب ډونالډ ټرمپ ته په دوو ایالتونو کې د امریکا په ګوندي انتخاباتو کې ماتې ور کړه.
د خبرونو پر اساس چې ټرمپ له تدکروز څخه یوازې په لویزیانا کې مخکې دی، مګر په کنساس او میین ایالتونو کې د ده رقیب تدکروز رایې زیاتې اخیستي.
رایو ور کوونکو د امریکا په پنځو نورو ایالتونو کې هم په مقدماتي ګوندي رایو کې شرکت کړی.
جمهوري غوښتونکو په میین، کنساس، کنتاکي او لوئیزیانا ایالتونو کې رایې ور کړې.
د ډیموکرات له ګوند څخه هیلرې کلنټن د خپل ګوند له رقیب سندرز څخه مخکې ده.
یادو دوو رقیبانو بیا هم د شنبې په ورځ د نبراسکا، کنساس او لوئیزیانا ایالتونو کې په رقابت کې وو.
د یادولو ده، چې د ۲۰۱۶م کال د نومبر په میاشت کې به د امریکا د ریاست جمهوري انتخابات اعلان کړی شي.
















