کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې د غزې په ختیځې شجاعیه سیمه کې د اسلامي جهاد غورځنګ د پوځي څانګې قدس لېوا “سرایة القدس” ځواکونو سره نښتو کې صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
قدس لېوا په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ادعا کړې، چې ځواکونو یې شجاعیه کې د ترهګر صهیونیستي پوځ یو زغروال ټانک ویجاړ کړی، چې په پایله کې یې اشغالګرو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ویلو ده، چې اسرائیلو تر دې دمه غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.


















