کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۴ل)
په کابل کې د سياسي چارو شنونکی او پخوانی طالب چارواکی سيد اکبر آغا وايي، چې په وروستيو کې له پاکستان هېواد څخه د افغان کډوالو ايستل يو پلان شوی حرکت دی او زياتوي چې ممکن دا کار د بهرنيو استخباراتي کړيو له خوا جوړ او يواځې تطبيق کوونکي يې د پاکستان حکومت وي.
سيد اکبر آغا دغه څرګندونې د اکس پر پاڼه په خپل رسمي اکاونټ کړي او زياتوي چې پاکستان پدې عمل سره هڅه کوي ترڅو خپلې ګټې ترلاسه کړي، لکه د نړیوالو له خوا کریډیټ اخیستل، د افغان مهاجرینو شتمنیو ته لاسرسی، د افغانستان حکومت تر فشار لاندې راوستل، او نور ورته اهداف.
نوموړی وايي، چې پاکستان تر ډېره بې وسه او غريبکار افغانان اوباسي او زياتوي چې تجارانو او هغه خلک چې اقتصاد يې ښه وي نه ايستل کېږي:« پاکستان تر ډېره هغه کسان باسي چې بې وسه، مسکینان او بې دفاع خلک وي، خو هغه تجار او شتمن کسان چې د پاکستان لپاره اقتصادي ارزښت لري، نه ایستل کېږي. دا په خپله یو نابرابري او دوه مخی سیاست دی».
اکبر آغا د کابل پر حکومت غږ کړی چې په دې اړه ژرترژره تصميم ونيسي او د تجار او مسکين دواړو څخه دفاع وکړي په خبره يې که چیرې تجار د پاکستان له خوا پاتې شي، نه یوازې دا چې پاکستان به ترې استفاده وکړي، بلکې د افغانستان اقتصادي فرصتونه به هم له منځه لاړ شي.
نوموړي زياته کړې، که زموږ حکومت په هوښیارۍ سره دا حالت مدیریت کړي، نو کولای شي دا بحران په فرصت بدل کړي، تجاران وهڅوي چې خپل پانګه اچونه په خپل هېواد کې وکړي، او د راتلونکي لپاره دا ډول ستونزو ته د پای ټکی کښېږدي څو پاکستان کي دمهاجرو په نامه څوک ونلرو.


















