‏غزه/ لطف اللّٰه خيرخوا

‏غزه/ لطف اللّٰه خيرخوا

ويـر دی ژړاګـانـې دي او ساندې دي
پرې د ژوندانه د کېږدۍ مراندې دي

دغــــه د ســـړيــو کـکـرۍ غـــوڅـې
هــغـه مـاشومان د خاورو لاندې دي

پـاتــې وې سـيـاسرې پـه کورونو کې
ګــوره ودانــۍ ړنــګــې ورباندې دي

دغــه دی د پـښـو ګـوتې يې دلته دي
هــغه دی لاسـونـه يـې لږ وړاندې دي

‏ويـنـې د ځـوانـانــو د رګـونــونــو نــه
الــوځـي ســنــديزې دي بــهاندې دي

زاڼـې پـه هـوا کــې بــې مــداره ځــي
سـتـرګې لـه هـوسيو نه مړژواندې دي

خــــدايـــه دا دنـيــا ولــې ودانــه ده؟
خـــدايــه د ګلونو څانګې سواندې دي

‏زوَږ دی د ارواو تـــا تــــه غــــږ کــوي
ســـتــا ارادې ځـــوانــه اويــزاندې دي

ورځې شپې خيرخوا د غورځنګونو دي
وګـوره لـمــبــې چــې ژبــغــړاندې دي

مربوطه مطالب

Back to top button