کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۴ل)
د چارو ادارې لوی ریاست وایي، چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس یو شمېر نوې ټاکنې شوې دي.
د چارو ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د دغه ټاکنو له مخې د جنوب لويديځ زون د تميز رياست د سوداګرۍ دېوان مخکينی مفتي مولوي محمد اسماعيل، د کندهار ولايت د امنيه قومندانۍ د جنايي امر په توګه.
او د تخار ولايت مخکينی امنيه قومندان مولوي نصرالله حذيفه، د هلمند ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر په توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز د هلمند ولايت امنيه قومندانۍ د امنیت مخکينی امر مولوي محمد دين شاه مخبت، د خوست ولايت د اقتصاد رياست د ریيس په توګه او د کندهار امنيه قومندانۍ مخکینی جنايي امر شيخ فضل الحق شاکر، د کندهار ولايت د بهرنيو چارو رياست د ریيس په توګه.
د یادو ټاکنو لهمخې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رياست مخکینی ریيس مولوي ذبيح الله نوراني، د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ریيس په توګه ټاکل شوي دي.


















