کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۴ل)
د کندهار په سپین بولدک کې مسوولين وايي، چې نږدې ۲۰۰ تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو را آزاد او خپل هېواد ته راستانه شول.
د سپين بولدک د سرحدي امريت مسولين وايي، چې تېره ورځ «۲۰ وری ـ دوشنبه» ۱۹۲ تنه افغان کډوال چې د پاکستان په بېلابيلو برخو کې نيول شوي و او له يوې تر پنځو ورځو پورې په زندانونو کې ساتل شوي و.
سرچينې زياته کړې، ياد کسان د ثبت او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سيمو ته ولیږدول شول.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ تيزه شوې او دغه راز هره ورځ په جبري ډول سلګونه کورنۍ له هغه هېواد څخه افغانستان ته راستنیږي.
د کډوالو چارو وزارت د شمېرو له مخې، پرون د ننګرهار د تورخم له لارې ۷۶۱ کورنۍ، د قندهار د سپین بولدک له لارې ۱۰۰، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۹۸ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۷۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.


















