‏د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر لا پیاوړتیا خبري شوي

کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان ماليې وزارت وايي، چې د دغه وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر او د ایران د بهرنیو چارو وزرات د اقتصادي همغږۍ دفتر عمومي رئیس محمد رضا نظري او مل پلاوي سره په کتنه کې د دوه اړخيزو اقتصادي همکاریو په لا پياوړتيا خبرې کړي دي.

د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر ګمرکي مسايلو، د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر لا پیاوړتیا او د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون د وروستیو هوکړو د پلي کولو پر موضوعاتو بحث شوی دی.

ماليې وزارت وايي، دغه کتنه کې دواړي خواوي ‏د ګډو اقتصادي همکاریو د لا پراختیا په برخه کې د یو لړ مهمو اقداماتو د ترسره کولو په موخه وروستۍ هوکړې ته ورسېدل، چې ورسره به ګډې اقتصادي اړیکې لا پراختیا ومومي.

مربوطه مطالب

Back to top button