د یمن وسله وال پوځ د امریکايي اشغالګرو دوه بېړۍ ویشتلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو په سره سمندرګي کې د امریکایي اشغالګرو دوه جنګي بېړۍ ویشتلي دي.
د یمني ځواکونو سرچینو “المیسرة” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې یمني ځواکونو تېره شپه د امریکا دوه جنګي بېړۍ د بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي، چې دواړو ته یې د پام وړ زیان اوښتی دی.
د ویلو ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې یمني ځواکونه امریکایي بېړۍ په نښه کوي بلکې تر دې وړاندې یې هم د امریکا، برېتانیا اسرائیلو او ګڼو نورو هېوادونو بېړۍ هدف ګرځولې دي.



