ولسمشر اردوغان: فلسطيني ملت حق لري خپلواک دولت او ارام ژوند ولري

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ وری، ۱۴۰۴ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، چې فلسطيني ملت حق لري خپلواک دولت او ارام ژوند ولري.
ولسمشر اردغان ویلي تل مې د یو داسې فلسطین غوښتنه کړې چې خپلواک دولت ولري او پلازمینه یې بیت المقدس وي.
نوموړي له نورې نړۍ هم غوښتنه کړې چې د ترکیې په څېر دریځ او غوښتنه ولري.



