اسرائیلۍ ورځپاڼه: حماس خپلو نظامي ليکو ته څلویښت زره نوي جنګیالي جذب کړي او متخصصین يې د بمونو په تولید لګیا دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲وری، ۱۴۰۴ل)

د الجزيرې نړيوال تلويزيون د هارتس اسراییلۍ ورځپاڼې د يوه راپور پر بنسټ ويلي، چې په غزه کې د اسلامي حرکت «حماس» خپلو نظامي ليکو ته څلویښت زره نوي جنګیالي جذب کړي دي او تر اوسه د اسرائیلو د نوي یرغل په اړه حماس خپلو سرتیرو ته اجازه نه ورکوي چې مخامخ وسله وال بریدونه پیل کړي.

راپور کې راغلي، د اسرائیلي استخباراتو یو غړي ورته ویلي دي چې د حماس ستراتيژي دمګړۍ د کمینونو پر ځای د بمونو په ایښودلو تر ډیره متمرکزه ده او همدا لامل دی چې حماس اوس غزه کې له بل هر وخت څخه د بمونو تولید ډیر کړی دی.

ورځپاڼه ليکي، چې له خان یونس څخه تر بیت حانون پورې د حماس مسلکي متخصیصین د بمونو په تولید لګیا دي ترڅو د اوږده مهال لپاره په کمو تلفاتو د اسرائیلو هغه پلان ویجاړ کړي چې د غزې د نیولو لپاره یې جوړ کړی دی.

د يادونې ده، چې د اوربند له ختميدو راهيسې چې اسراييلي اشغالګرو بيا جګړه پيل کړې، تر اوسه د حماس مجاهدينو مخامخ وسله وال بريدونه نه دي کړي او يواځې وخت ناوخت پر اشغال شوي فلسطين کې پر اسراييلو توغنديز بريدونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button