کونړ: د راستنېدونکو کډوالو لپاره د یوه نوې ښارګوټۍ د جوړولو چارې پيل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳وری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د ښار جوړونې او کور جوړولو وزیر مولوي عبدالله نعماني په مشرۍ يو پلاوي په کونړ ولایت کې د راستنېدونکو لپاره د یوې نوې ښارګوټۍ د جوړولو د پروژې چارو پرانېسته وکړه.
د پرانيستې پر مهال ښاغلي حنفي وویل، چې دغه ښارګوټی به د خاص کونړ په ولسوالۍ کې جوړ شي، او پکې به ۳۷۴ ټوټې ځمکه راستنېدونکو ته ووېشل شي.
ښاغلي حنفي زياته کړه، چې دغه ښارګوټی به ښوونځی، پارک، سړکونه، برېښنا، پاکې اوبه او نورې اړینې اسانتیاوې ولري.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه چې د دغه پلاوي ملتيا کوله د پرانيست غونډې پر مهال په خپلو خبرو کې په ګاونډیو هېوادونو کې پر مېشتو افغانانو غږ وکړ چې نور خپل هېواد ته راستانه شي او زياته ېې کړه چې اسلامي امارت د دوی په خدمت کې دی.
په دغه مراسمو کې د ښار جوړونې او کور جوړولو وزیر مولوي عبدالله نعماني بيا ډاډ ورکړ ويې وايي چې په نويو جوړيدونکو ښارګوټو کې به د اوسېدونکو لپاره د ژوند ټول اساسي امکانات برابريږي.



