لغمان کې د ۱۶۱ پروژو چارې پیل او ٢٤٤ بیلابیلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳وری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په دوو جلاجلا خبرپاڼو کې په درې ولسواليو کې د ۱۶۱ پروژو د چارو د پیل او ٢٤٤ بیلابیلو پراختیايي پروژو د ګټې اخیستنې خبر ورکړ.
د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې د دغه وزارت له لوري د لغمان ولایت په علیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د (٢٧٨) میلیونه افغانیو په لګښت د ( ٢٤٤ ) پراختیايي پروژو چارې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه راز په يوه بله خبرپاڼه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې د لغمان په علینګار ولسوالۍ کې د شاوخوا (٢٩٥) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۶۱) پراختیايي پروژو چارې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر له خوا پيل شوې.
په بشپړو شويو او نويو پيل شويو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي او د یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې په اړوندو برخو کې د نوموړیو ولسوالیو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې.



