ولسمشر اردغان: اسرائیل یو ترهګر دولت دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۴ل)

‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، اشغالګر اسرائیل غزه کې د بشر ابتدایي حقونه او نړېوال قوانین تر پښو لاندې کوي او نسل وژنې ته دوام ورکوي.

الجزیرې ټلوېزیون د ولسمشر اردوغان له قوله ویلي، چې دغه هېواد یو ترهګریز هېواد دی او بل هیڅ ډول تعریف ترې نه شي کېدلی.

ولسمشر اردغان زیاته کړې، د غزې دوه په درېیمه برخه د فعالې تخیلې تر امر لاندې ده او د ممنوعه سیمې په توګه طبقه بندي شوې ده.

د ویلو ده، چې ولسمشر اردغان د غزې په اړه داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د اسرائیلو له لوري د نسل وژني تر څنګ شاوخوا دوه میلیونه فلسطینیان په جبري ډول د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي او دا مهال د غزې ځینې سیمې صهیونیستي اشغالګرو تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button