کابل ټکی کام ۱۶کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د کابل پولیسو رسنیو ته ویلي دي، چې پرون ماښام شاوخوا ۶ بجې د حاجي یعقوب په څلور لارې کې د یوه بریدګر له لورې دوه ترکي وګړي ووژل شول.
د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايي څېړنو مشر مل پاسوال فریدون عبیدني هم د یادې پېښې په تأیید کې رسنیو ته ویلي دي، چې یو شمېر افغاني او ترکي وګړو د کابل په یوه مغازه کې توکي پلورل، چې یوه بریدګر پرې ډزې وکړې، او ځای پر ځای یې دوه ترکي وګړي ووژل، او د افغاني وګړو په ګډون یې درې تنه نور ټپیان کړل.
عبیدي زیاته کړه چې بریدګر په تېښته بریالی شوی دی، چې په اړه یې پولیسو څېړنې پیل کړي دي.
















