کابل ټکی کام ۱۶کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د هرات خبري منابعو خبر ور کړی دی، چې تېره شپه د دغه ولایت په ګذره ولسوالۍ کې یوه سړي خپله مېرمن د چاقو په مټ ووژله.
دغه ښځه چې ګلي نومیږي، جسد یې د یاد ولایت د یادې ولسوالۍ روغتون ته منتقل شوی دی.
یاده پېښه په داسې وخت کې را منځته شوې ده، چې سبا به په هرات کې د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کیږي.
د هرات د خبري منابعو د یوه بل خبر په حواله چې د هرات ولایت په بکراباد سیمه کې یوه ۱۸ کلن ځوان هلک خپل ځان په دار ځړولی، او خپل ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.
















