په هند کې د آسماني بریښنا پرېوتو له امله ۲۵ تنه مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳وری، ۱۴۰۴ل)
د هندوستان د بهار ایالت په بېلابېلو ولسوالیو کې د سختې ږلۍ او آسماني بریښنا پېښو له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د بهار ایالت په نالنده، سیوان، کټیهار، دربهنګا، بیګوسرای، بهاګلپور او جهانآباد ولسوالیو کې دا پېښې ثبت شوې دي. د ایالت وزیر اعلی نتیش کمار ویلي، یوازې په نالنده کې ۱۸ کسان مړه شوي، سیوان کې ۲ او نورو یادو ولسوالیو کې یو ـ یو کس ژوند له لاسه ورکړی.
رپوټونه زیاتوي چې پرون د باران له امله د بهار ایالت په مرکز پټنه کې ۴۲.۶ میلیمتره باران ثبت شوی، چې له امله یې لارې او ګڼ شمېر سیمې تر اوبو لاندې شوې دي.



