تر کنړ وروسته په ننګرهار کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره نوی ښارګوټی پرانیستل شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳وری، ۱۴۰۴ل)
د ا.ا.ا د ریاستالوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي د ننګرهار ولایت په قاسماباد سیمه کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره یو نوی ښارګوټی په رسمي توګه پرانیست.
د ننګرهار ولایت د رسنيو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دا ښارګوټی په ۳ زره جریبه ځمکه مساحت لري او د ۴ زره څخه زیاتو کډوالو کورنیو د ځای پر ځای کولو ظرفیت لري.
خبرپاڼه زياتوي، دغه پروژه د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د عزتمند ژوند د برابرولو او د هغوی د بیا مېشتېدنې په موخه پلان شوې ده.
د ښارګوټي پرانیستې مراسمو کې چارواکو ژمنه وکړه، چې د کډوالو د اړتیاوو پوره کولو لپاره به نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.



