د غزې جګړه؛ د اسرائیلو ځانګړو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۴ل)
الجزیرې تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د غزې شمال کې حماس ځواکونو سره نښتو کې د اسرائیلي پوځ د “ګولاني” لېوا پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
الجزیرې د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې ګولاني لېوا سرتېري تېره شپه د حماس ځواکونو په کمین برابر شوي، چې په پایله کې یې یو سرتیری وژل شوی او ۵ تنه نور ژوبل شوي دي.
د ویلو ده، چې صهیونیستي ريژیم تر دې دمه د یادې پېښې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو ځینو اسرائیلي رسنیو ویلي، چې د غزې شمال کې تېره شپه د حماس ځواکونو او اسرائیلي پوځ ترمنځ نښته شوې ده.



