د کډوالو او د کورنیو چارو وزیرانو د هېواد پر وروستیو تحولاتو او کډوالو ته د رسیدګۍ پر چمتووالي خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳وری، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي مولوي عبدالکبیر او د کورنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي خلیفه سراج الدین حقاني د دغه وزارت له لومړي مرستیال محمد نبي عمري او د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان سره ليده کاته کړي دي.

د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي ، چې په دې لیدنه کې د هېواد پر وروستیو تحولاتو او کډوالو ته د رسیدګۍ پر چمتووالي بحث او خبرې شوي دي.

مولوي عبدالکبیر ويلي، چې په ټولو ولایاتو او بنادرو کې د کډوالو لپاره چمتوالی نیول شوی او نوموړي له ولسونو، شتمنو هېوادوالو او امنیتي ادارو څخه غوښتي چې له راستنېدونکیو افغانانو سره تر خپل توانه مرسته وکړي.

دغه راز د کډوالو چارو وزير ښاغلي مولوي عبدالکبير د کډوالو عالي کمېسیون اړوند د اسکان موقت کمېټي له سرپرست مولوي نصرت الله طلحه سره هم د يوې کتنې په ترڅ کې د کډوالو د ستونزو پر حل او هغوی ته د لازمو اسانتیاو رامنځته کولو او د ادارو تر منځ پر همغږۍ او د لنډمهاله استوګنیزو ښارګوټو د ستونزو پر حل ټېڼګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button