حماس اسرائیلو ته: بندیان هغه مهال خوشې کوو چې دایمي اوربند رامنځته شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۴ل)
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د اسرائیلو بندیانو د خوشې کولو بدل کې د ۷۰ ورځو اوربند وړاندیز وکړ او صهیونیستي ريژیم یې هرکلی وکړ حماس اسلامي غورځنګ اسرائیلو ته په خپل لومړني غبرګون کې ویلي، چې بندیان هله خوشې کوو، چې دایمي اوربند رامنځته او جګړه پای ته ورسېږي.
د حماس غورځنګ پلاوی چې نن له دوحې قاهرې ته تللی د ټرمپ وړاندیز غولونکی بللی او د یو دایمي اوربند په رامنځته کېدو یې ټینګار کړی ده.
د یاد غورځنګ د سیاسي څانګې ویاند باسم نعیم رویټرز ته ویلي، چې صهیونیستي ريژیم یوځل وعده خلافي کړې او موږ نه غواړو بیا لوبه وکړي.



