چین: د تاریخ تر ټولو خطرناکه توپان، الوتنې لغوه شوې، ونې له بېخه راوځي، ممکن داسې قوي بادونه راشي چې انسانان پورته کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵وری، ۱۴۰۴ل)
په چین کې د پلازمېنې بیجینګ او شمالي سیمو کې د تاریخ تر ټولو زورور توپان راغلی، چې له امله یې سلګونه الوتنې لغوه شوې دي او د اورګاډي خدمات هم ځنډېدلي دي.
د نړیوال خبري اژانس “رويټرز” د راپور له مخې، د شنبې په سهار د پلازمېنې په دوو لویو هوايي ډګرونو کې ۸۳۸ الوتنې لغوه شوې وې، او تمه کېږي چې دا شمېر به لا ډېر شي.
په چین کې د باد چټکتیا ۹۳ میله یا ۱۵۰ کیلومتره په ساعت کې ثبت شوې، چې دا په تېرو پنځوسو کلونو کې په بیجینګ کې تر ټولو تېز باد بلل شوی دی.
دغه راز بیجینګ له لسو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د شدید باد لپاره نارنجي خبرداری ورکړی او وړاندوینه شوې چې د شنبې په ورځ به ډېر تیز بادونه ولګيږي، له همدې امله سیاحتي او تاریخي ځایونه هم په موقت ډول تړل شوي دي.
په چین د ۱ نه تر ۱۷ پورې کچه پورې د باد چټکتيا سنجول کېږي.
د چین د هوا پېژندنې ادارې له مخې، تر ۱۱ کچې بادونه “شدید زیان” رسوي، او تر ۱۲ او پورته کچې بادونه “یوه سخته فاجعه” يا زيان رامنځته کولی شي. اټکل کېږي چې د اونۍ په پای کې به د باد کچه له ۱۱ تر ۱۳ پورې وي.
د خبرداري له مخې، کارکوونکو ته د وخت نه مخکې کور ته د تلو سپارښتنه شوې، تعلیمي فعالیتونه درول شوي، او په خلاصو ځایونو کې ټولې غونډې لغوه شوې دي. د راتلونکې شنبې او یکشنبې لپاره دا هم ویل شوي چې دومره قوي بادونه راځي چې انسانان هم له ځمکې پورته کولی شي.
د چین چارواکو ملیونونه خلک په کور پاتې کېدو ته اړ کړي او ځینو حکومتي رسنیو خبرداری ورکړی چې د ۵۰ کیلو ګرامه نه کم وزن لرونکي کسان به په اسانۍ سره د باد له خوا والوځول شي.
چارواکي وايي، دا سخت بادونه د منګولیا له لوري د جنوب ختیځ په لور د راتلونکي یخو طوفاني څپو له امله دي، چې د بیجینګ، تیانجین او هیبي نورې برخې یې تر اغېز لاندې راوستې دي.
چارواکو دا هم ویلي چې د شنبې په ورځ د بادونو له امله د بیجینګ په حرارت درجه کې ۱۳ سانتي ګراد کموالی راتللی شي. د بیجینګ د هوا پېژندنې اداره وايي: “دا ډېر تیز، اوږدمهاله او پراخ بادونه دي، چې ډېر خطرناک او ورانونکي دي.”



