رفح کې ګڼ شمېر صهيونيستي اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۴ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یادې تړانګې په رفح بندري ښار کې د حماس اسلامي غورځنګ د ځواکونو برید کې ګڼ شمېر صهيونيستي اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې رفح کې د وحشي او ترهګر صهیونیستي پوځ یوې ډلګۍ پسې هغه کور الوځولی، چې اشغالګرو ترې پوځي مرکز جوړ کړی و.
القسام ادعا کړې، چې چاودنه کې لسګونه اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
د ویلو ده، چې ځینې اسرائیلي رسنیو هم غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی؛ خو د کره شمېرو په هکله یې څه نه دي ویلي.



