د پاکستان سفارت سرپرست او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په سیاسي او اقتصادي مسائلو خبرې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵وری، ۱۴۰۴ل)

‏په کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست عبیدالرحمن نظاماني او د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي مسائلو هر اړخيزې خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د ليدنې پر مهال د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امير خان متقي د افغان مهاجرینو په جبري اخراج ‏او د ځینو ارګانونو له لوري له مهاجرینو سره په نامناسب چلند خپله خواشیني څرګنده کړه او روان ناسم چلند یې پاروونکې او د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان وباله او د دې وضعیت د تغیر غوښتنه یې وکړه.

دغه راز د پاکستان د سفارت سرپرست ويلي، چې د مهاجرينو پر مسئله د اسلامي امارت تشویش درک کوي ‏او یاده موضوع به له اړوندو ارګانونو سره شریکه کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د ليدنې په پای کې د دواړو لوریو لخوا د متقابلو اغېزمنو اقداماتو په کولو او د لوړ پوړیو پلاوو پر تګ راتګ ټینګار وشو.

مربوطه مطالب

Back to top button