کورنيو چارو وزارت: د پولیسو ځانګړو ځواکونو د انسان تښتوونکو یوه ډله ونيوله

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵وری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د انسان تښوونکو د يوې ډلې د نيولو خبر ورکړ.
د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د انسان تښوونکو ياده ډله څه موده مخکې د دغه وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت اړوند د پولیسو ځانګړو ځواکونو د خپلو کشفي سرچینو په مټ نيولې ده.
خبرپاڼه کې راغلي ، چې يادې ډلې د حاجي انور په نوم يو تن هیوادوال تښتولی و چې د هغه په بدل کې يې له کورنۍ څخه د یو میلیون امریکایي ډالرو غوښتنه کوله؛ خو زياتوي چې د ځانګړو ځواکونو مجاهدینو د کابل ولایت د جنایي جرمونو د څېړنو ریاست په مرسته، پر وخت اقدام وکړ او د دې ګروپ حرفوي غړي یې د کابل له بېلابېلو سیمو څخه ونیول او په وينا يې چې حاجي انور د انسان تښوونکو له منګولو څخه په سالمه توګه خلاص او خپلې کورنۍ ته یې سپارل شوی دی.
کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويلي، چې د يادې انسان تښوونکې ډلې غړو د دې اختطاف سربـېره په ګڼ شمېر نورو انسان تښتونو کې هم لاس درلود.



