کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۴ل)
د امريکا مشهور تلويزيون فاکس نیوز په يوه راپور کې ويلي، چې د ټرمپ حکومت سلګونه هغه افغان عیسویان له امريکا شړي چې په د امريکا د وتلو سره سم په امريکا کې د اوسيدنې اسنادو اخيستلو لپاره عيسويان شوي دي.
فاکس نيوز په يوه راپور کې ويلي، چې په دې ډله کې ډېری یې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته عیسویت ته اوښتي دي.
د امريکا مذهبي مشرانو لکه د Enduring Hope Alliance غړي له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې دا پريکړه بيرته واخلي او د اخراج پروسه وځنډوي. دوي وړانديز کړی چې د ۹۰ ورځو لپاره د اخراج پروسه وځنډول شي ترڅو د قانوني لارو چارو لپاره وخت برابر شي.
دغه چاره به نږدې ۹ زره افغانان، چې دا مهال په قانوني ډول په امریکا کې ژوند کوي او د کډوالۍ د ځانګړو ویزو د دوسیو د څېړنې په تمه دي، اغېزمن کړي.
















