ابو عبيده د بنديانو کورنيو ته: اسراییلي اشغالګر د بنديانو د وژنې هڅې کوي، د خپلو عزیزانو د مرګ خبر ته چمتو اوسئ

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۴ل)

د حماس د نظامي څانګې القسام ویاند ابو عبیده د دوه تابعیته لرونکي امريکايي- اسراییلي اشغالګر بندي عيدان الکساندر او نورو اسیرانو په اړه تازه معلومات خپاره کړي دي.

ښاغلي ابو عبيده په خپل تازه پيغام کې ويلي، چې د الکساندر د ساتنې مسوول مجاهد شهید شوی او د الکساندر او نورو اسیرانو برخلیک لا هم نامعلوم دی.

ابو عبیده د اسراییلي پوځ لخوا د هغو سیمو بمبارۍ ته اشاره کړې چې اسیران پکې ساتل شوي او خبرداری یې ورکړی چې دا بمبارۍ د اسیرانو ژوند ته جدي خطر پېښوي.

ابو عبیده اسراییلي حکومت ملامت کړی چې د اسیرانو د وضعیت په اړه دروغجن تبلیغات کوي او د پخوانیو اسیرانو شهادتونه تحریفوي، تر څو د مقاومت پر ضد تبلیغ وکړي او د خپلو اسیرانو د وژنې پټولو هڅه وکړي.

د القسام ویاند زیاته کړې چې د اسراییلي پوځ لخوا د هغو سیمو بمبارۍ، چې اسیران پکې ساتل شوي، د اسیرانو ژوند ته جدي خطر پېښوي او ويلي يې دي چې اسراییلي اشغالګر د اسیرانو د وژلو هڅې کوي.

د ابو عبيده لخوا د بنديانو کورنيو ته په خپور شوي پیغام خبرداری ورکړل شوی او ويلي يې دي چې د خپلو عزیزانو د مرګ خبر ته چمتو اوسئ او دا وضعیت د اسراییلي حکومت د پالیسیو پایله ګڼل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button