یمني ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امریکا دویمه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۴ل)

د یمن وسله والو ځواکونو خبر ورکړی، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د امریکایي اشغالګرو دویمه MQ_9 بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” یوې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال ویلي، چې د پلازمینې “صنعاء” په فضایي حریم کې یې امریکایي اشغالګرو MQ-9 بې پیلوټه الوتکه د یوه د ځمکني توغندي په وسیله راغورځولې ده.

د ویلو ده، چې دا دویمه الوتکه ده، چې یمني ځواکونه یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې راغورځوي، او د خپل ډول شپږمه ده چې د روان اپرېل میاشت کې د یمني ځواکونو له لوري ویشتل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button