کابل ټکی کام (شنبه ۳۰ وری، ۱۴۰۴ل)
د بشري حقونو پيژندل شوې پاکستانۍ فعالې په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ دې ودرول شي.
ملالې یوسفزۍ د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د شړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغې غوښتنه کړې چې دا شړل باید ودرول شي. آغلې یوسفزۍ نړیوالې ټولنې ته بلنه ورکړې، چې د دغو زیانمنو کسانو د خوندي کولو او بیا میشتولو لپاره اقدامات وکړي.
په ورته مهال ځینې پاکستاني چارواکو په غیر رسمي توګه د یوسفزۍ څرګندونو ته غبرګون ښودلې او ویلې یې دي:پاکستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې له ۴ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال ساتلي، چې دا د نړۍ تر ټولو اوږدمهاله او ستر بشري ملاتړ بلل کېږي.
د کډوالو کوربهتوب یو داوطلبي عمل دی، نه دایمي. دا کار باید د ملي سرچینو او خدماتو د فشار پر مهال بیا و ارزول شي.
د کډوالو ستنول د پاکستان ملي حاکمیت او قانوني حق دی، تر هغه چې دا کار په رضاکارانه او انساني ډول ترسره شي، چې پاکستان یې ژمنه کړې.
نړېوال قانون د هغو کسانو شړل نه منع کوي چې له ځانګړي ګواښ سره مخ نه وي. سره له دې چې پاکستان د ۱۹۵۱م کال د کډوالو تړون لاسلیک کړی نه دی، خو دې اصولو ته ژمن پاتې شوی.
د نړیوال بانک او UNHCR له مخې، پاکستان ته د کډوالو اقتصادي لګښت په کال کې له ۲۰۰ میلیونه ډالرو زیات دی، په ځانګړي ډول په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ښاري زیربناوو فشار ته په کتو.
د پاکستان ملي امنیت او اقتصادي ثبات باید لومړیتوب ولري، په ځانګړي ډول اوس، چې هېواد له مالي فشار او بهرني ګواښ سره مخ دی.
د UNAMA له مخې، د افغانستان په ځینو برخو، په ځانګړي ډول کلیوالو او غیر جګړهیزو سیمو کې امنیت ښه شوی، نو د ځینو کورنیو لپاره ستنیدل ممکن دي.
ټول راستنېدونکي له خطر سره نه دي مخ. د خطر کچه د سیمې، قوم او فردي شرایطو پورې اړه لري. عمومي ارزونې د واقعیتونو سم انځور نه وړاندې کوي.
د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۷مه، د پېښور قونسل جنرال تایید کړه چې زیانمن کسان به نه ستنول کېږي او د ساتنې تر چتر لاندې به پاتې شي.
که ملاله یوسفزۍ باور لري چې یو شمېر افراد له خطر سره مخ دي، باید د هغو مستند نومونه او معلومات له بشري ادارو سره شریک کړي، تر څو مناسبه مرسته وشي.
که نړیواله ټولنه ریښتیا اندېښمنه وي، نو باید د بیا میشتولو لارې پراخې کړي او مالي ملاتړ ډېر کړي—دا بوج باید یوازې د پاکستان پر غاړه پاتې نه شي.


















