په غزې تړانګه کې په خطرناک ډول د بشري ناورین د پراخېدو خبرداری ورکړل شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۴ل)

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د غزې په تړانګه کې د بشري ناورین په خطرناک ډول پراخېږي.

ياد سازمان ويلي، چې نږدې دوه میلیونه کسان، چې ډېری یې بې‌ځایه شوي دي، پرته له عاید څخه ژوند کوي او په بشپړ ډول د خوړو مرستو ته اړتيا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ويلي، چې غزه کې د خوړو زېرمې په شدیده توګه کميږي، چې دا د یو انساني ناورین د راتلو خبرداری دی.

ياد سازمان وايي، چې غزه بیړني او دوامداره د خوراکي مرستو بهیر ته اړتیا لري، ترڅو د خوړو د خوندیتوب له بشپړ سقوط څخه مخنیوی وشي، خو زياتوي اسرائيلو د سرحدي لارو تړل کېدو له امله غزې ته د خوراکي توکو د داخلېدو مخه نیولې ده.

له بله پلوه د ملګروملتونو د بشري حقونو يوې ادارې ويلي، چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په پای کې، په غزه کې د نړیوال خوراکي پروګرام لخوا تمویلېدونکې وروستۍ بیکرۍ هم وروسته له هغې وتړل شوه چې اوړه او سون توکي ختم شول، او خپلې دروازې یې د هغو لسګونو زرو کورنیو پرمخ وتړلې چې پوره توګه یې د ارزانه ډوډۍ لپاره پر دغو بیکریو تکیه لرله.

د دغو بیکریو بندیدل یوازې یو عادي خبر نه دی، بلکې د خطر یو ریښتینی زنګ دی، چې د هر کور دروازې ته یې ټک وواهه، اعلان یې وکړ چې لوږه اوس له تمې زیات نژدې شوې، او سختې ورځې پیل شوې دي.

ارو-متوسطي څارونکي ادارې ویلي، چې د دوی ټیمونو په غزه کې داسې خطرناکې نښې ثبت کړي چې ښيي اوسېدونکي د سخت خوراکي ناامنه حالت ته نژدې شوي، کوم چې د قحطۍ درجې ته رسېږي.

ارو-متوسطي څارونکي ویلي، له یو میلیون زیات ماشومان په غزه کې له شدیدې کم غذايۍ کړیږي، اوبه نشته، روغتیایي مرکزونه نړېدلي، او خلک له عادي انساني شرایطو بې برخې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button