غزه کې اسرائیلي ټانک ویجاړ ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، د غویي لومړۍ، ۱۴۰۴ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یادې تړانګې په شمال کې حماس ځواکونو د اشغالګر او ترهګر صهیونیستي پوځ یو زغروال ټانک ویجاړ کړی دی.
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو د مقاومت اړوند الأقصی تلویزیوني شبکې ته د برید د پخلي ترڅنګ ګڼو اشغالګرو پوځیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې ده.
د ویلو ده، چې القسام لېوا د صهیونیستي پوځ د یاد ټانک د ویجاړېدو د صحنې ویډیو هم خپره کړې ده.



