د یمن پوځ: په سره بحيره کې د امريکا تر ټولو لويه جنګي بيړۍ يو اس اس ترومان له فعاليته لويدلې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ غویی، ۱۴۰۴ل)
د یمن د پوځ يو افسر او د لويې شورا مشر مهدي المشاط ویلي، چې د امریکا د سمندري ځواک یوه مهمه جنګي بېړۍ USS Harry S. Truman (CVN-75) له فعالیته لويدلې او د قوماندې او کنټرول وسایل یې له لاسه ورکړي دي.
المشاط ادعا کړې، چې دا بېړۍ د یرغل له لومړیو ورځو راهیسې له کاره لوېدلې ده او د امریکا په مشرۍ ایتلاف یې د بدیل ځواکونو او وسلو کارولو ته اړ شوی دی.
نوموړی زياتوي:«زموږ پر هېواد باندې یرغل یو یا دوه ځله له “ټرومان” څخه شوی، خو پاتې بریدونه له نورو ځایونو څخه ترسره شوي، چې موږ یې څارنه او پلټنه کوو».
نوموړي د ځينو امريکايي سرچينو له قوله هم ويلي، چې متحده ایالاتو د یکشنبې په ورځ تائيد کړه چې د “یو. ایس. ایس. ټرومین” الوتکې وړونکې بېړۍ، چې په سره بحیرې کې ځای پر ځای شوې وه، له فعاليت څخه وتلې ده.
دا خبرونه له هغو ویډیو کلیپونو سره هممهاله خپاره شوي، چې ښيي پر دې بېړۍ د سیمې په یوه امریکایي اډه کې د ترمیم او ساتنې کار روان دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د یمن د انصارالله ډلې نظامي ویاند، یحیی سریع، تر اوسه دا ادعا نه ده تایید کړې.
په ورته وخت کې امریکايي دفاعي سرچینو بيا دا ادعاوې رد کړې دي. د مارچ او اپرېل ۲۰۲۵ راپورونه ښيي چې USS Truman لا هم فعاله ده او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) تر قوماندې لاندې، د «Prosperity Guardian» عملیاتو برخه ده. د معلوماتو له مخې، دا بېړۍ د سرې بحیرې په اوبو کې عملیات کوي او د یمن پر حوثي اهدافو هوایي بریدونه ترسره کوي.
په فبرورۍ مياشت کې امريکايي چارواکو يادې بيړۍ ته د زيان رسيدو خبر ورکړی و.
مهدي محمد حسين المشاط يو يمنی سياستوال او پوځي افسر دی چې د حوثي غورځنګ د اجرايي ارګان د لويې سياسي شورا مشر دی.
المشاط د ۲۰۱۴ کال راهيسې د الحوثي د دفتر مدير، وياند او د ملګرو ملتونو سره د سولې په خبرو کې استازی پاتې شوی.



