د سوداګريزو اړيکو پراختيا؛ تر دې وروسته به هره اونۍ د اریانا افغان هوايي شرکت له کابله- چین ته دوه الوتنې ترسره کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ غویی، ۱۴۰۴ل)
د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولین وايي، دا چې مخکې له کابل څخه چين ته په اوونۍ کې يوه الوتنه کيدله، خو تر دې وروسته به هره اوونۍ له کابل څخه د چين ارومچي ښار ته دوه الوتنې ترسره کېږي.
د اریانا افغان هوايي شرکت مشر عبدالولي صدیقي وايي، دغه اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پراختیا لپاره شوی دی چې په دوه ځلې الوتنو سره به د سوداګرو ننګونې راکمې شي.
د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال په اونۍ کې ارومچي ښار ته د دوو الوتنو په پیل خوښي څرګنده کړې او دا یې د افغانستان او چین د سوداګریزو اړیکو پراختيا او پرمختګ بللی دی.
همدارنګه د چین سفیر ښاغلي ژاو شینګ ويلي، چې هیواد یې له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې د وخت اړتیا او خورا مهمې ګڼي او زياته يې کړه د الوتنو زیاتوالی به د دواړو هیوادونو د خلکو په نزدېوالي او سوداګریزو اړیکو په پراخوالي کې مهمه ونډه ولري.



