د ملا برادر له لوري د قزاقستاني پلاوي هرکلی؛ د دواړو هېوادونو مقامات د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د همکاریو پر لا پراختیا خبرې کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا برادر اخند نن له غرمې مخکې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر ښاغلي سیریک ژومانګارین په مشرۍ پلاوي ته چې په رسمي سفر کابل ته راغلی، په ارګ کې هرکلی وکړ.
اقتصادي معاونيت وايي، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او ملي اقتصاد وزیر په مشرۍ راغلي پلاوي سره په کتنه کې به د اسلامي امارت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست، د افغانستان بانک عمومي ریاست سرپرست، د صنعت او سوداګرۍ او کانونو او پټرولیم وزارتونو مرستیالان او په قزاقستان کې د اسلامي امارت سفیر هم ګډون ولري.
د اقتصادي په خبرپاڼه کې راغلي ، چې په دغه کتنه کې به د دواړو هیوادونو مقامات د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو په برخه کې د همکاریو د لا زیاتې پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده، چې دا پلاوی به سبا د افغان ـ قزاق د نندارتون په پرانیسته کې هم ګډون وکړي.



