کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ غویی، ۱۴۰۴ل)
د لوګر د امنيه قوماندانۍ مسؤلون وايي، چې ددغه ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د بيلابيلو غلاوو په تور د پوليسو له لوري شپږ تنه نيول شوي دي.
د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مولوي احمد اللّٰه انس وايي، دغو کسانو د کورونو، هټيو، موټرونو د غلاوو ترڅنګ ځينې نورې غیرې قانوني کړنې هم ترسره کړي دي.
نوموړی زياتوي ، د يادو کسانو سره ۳ میله توفنچې، نهه لکه او ۵۰ زره افغانۍ او د غلا ځینې وسایل هم نیول شوي، چې د دوسيو تر بشپړېدو وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.