یمني ځواکونو اشغالي فلسطین کې مهم پوځي اهداف په نښه کړل

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ غویی، ۱۴۰۴ل)

د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع اعلان کړی، چې د دغه هېواد بې‌پیلوټه الوتکو د اشغالي فلسطین په عسقلان او ام‌الرشراش سیمو کې د صهیونیستي ريژیم مهم پوځي اهداف په نښه کړي دي.

دغه راز نوموړي ویلي، چې یمني ځواکونو د امریکا د هوايي بریدونو په غبرګون کې د امریکا “ترومان” جنګي بېړۍ او نورې جنګي بېړۍ د سرې بحیرې په شمال کې د ۲ کروز توغندیو او ۲ بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله ویشتلې دي.

د ویلو ده، چې ترومان جنګي بېړۍ تر څو ځلې پرلپسې برېدونو وروسته له کاره لوېدلې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button