د حیرتان–مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د بهره‌بردارۍ او ترمیماتو تړون دوه کاله وغځول شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ غویی، ۱۴۰۴ل)

اوزبېکستان ته د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي د رسمي سفر په ترڅ کې، د حیرتان بندر د بهره‌بردارۍ، حفظ و مراقبت او ترمیماتو تړونونه د دوو کلونو لپاره تمدید شول.

د دې سفر په جریان کې، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال او د اوزبېکستان هېواد د سوګدیانا ټرانس کمپنۍ رئیس ښاغلي جمشید آقا ترمنځ د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ میلادي کلونو لپاره د بهره‌بردارۍ او حفظ و مراقبت د چارو د دوام تړون لاسلیک شو.

همداراز، د یاد سفر پر مهال د افغان–ترانس پروژې د امکان سنجۍ (Feasibility Study) د پیل، او د مزارشریف–هرات د اوسپنې پټلۍ د سروی او ډیزاین پر مخ بېولو توافق هم وشو.

د دې تر څنګ، د حیرتان د ریلي ترمیماتو پروژې د غځولو په موخه، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ مرستیال او د اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ترمنځ یوه ګډه صورت‌جلسه هم لاسلیک شوه.

یاد شوي تفاهمونه به د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د ترانسپورتي همکارۍ د پیاوړتیا او د ریلي خدماتو د پراختیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.

مربوطه مطالب

Back to top button