کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۴ غویی، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان د قومي سلامتي کمېټې په غونډه کې، چې د دغه هېواد د لومړي وزير شهباز شریف په مشرۍ نن پنجشنبه ترسره شوه، د کميټې په اعلاميه کې راغلي چې د هند له لورې د اخیستل شویو یو اړخیزو اقداماتو پر ضد د ځوابي تګلارې ارزونه شوې ده.
د کميټې په اعلاميه کې ويل شوي، چې په غونډه کې د هند لخوا د سند طاس معاهدې معطلي، د پاکستاني اتباعو پر تګ راتګ بندیز، او د واګه بارډر تړل په شمول اقداماتو ته کتنه وشوه او د هند د سفارتي او اوبو اړوند جارحانه سیاست پر وړاندې د ځواب ورکولو لپاره سپارښتنې منظورې شوې.
په کمېټه کې د هند لخوا پر پاکستان لګول شوي تورونه رد شول او پرېکړه وشوه چې د سند طاس معاهدې د سرغړونې په اړه به نړیوالو فورمونو ته مراجعه کېږي.
د غونډې په ترڅ کې د لوړې کچې سياسي او پوځي مشرانو او د نورو حکومتي چارواکو لکه اسحاق ډار، عطا الله تارړ او اعظم نذیر تارړ ګډون کړی و او په کمېټه کې په ټینګار سره وویل شول چې د هند هر ډول “ناکامې هڅې” ته به د پاکستان له خوا پياوړی ځواب ورکول شي.


















