کابل ټکی کام (جمعه، ۵ غویی، ۱۴۰۴ل)
ملګرو ملتونو له پاکستان او هند څخه غوښتي چې د سيمې د حالاتو له خرابېدو څخه د مخنيوي لپاره دې “تر ټولو زيات زغم” وښيي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوتېرش ویاند، سټېفن دوجاريک ويلي، چې ملګرو ملتونو په ښکاره توګه د جمعې په ورځ د پهلګام بريد غندلی دی.
د ویاند په وینا، دواړه هېوادونه بايد د زغم نه کار واخلي او هڅه وکړي چې وضعيت نور هم خراب نه شي.
هغه زياته کړه: “زموږ په اند، د معنا لرونکو دوه اړخیزو خبرو اترو له لارې، پاکستان او هند کولای شي خپل اختلافونه د سولې له لارې هوار کړي.”
بل لور ته، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ټېمي بروس د يوې خبري ناستې پر مهال ويلي، چې ولسمشر ټرمپ او د بهرنيو چارو وزير، د پاهلګام برید په کلکه غندلی او ويلي يې دي چې “امريکا د هند تر څنګ ولاړه ده او هر ډول ترهګر عمل غندي.”
هغې زیاته کړه، “موږ په سيمه کې د حالاتو د چټک بدلون څارنه کوو.”


















