کابل ټکی کام (جمعه، ۵ غویی، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو تېره میاشت د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت ۶ بې پيلوټه امريکايي الوتکې نسکورې کړي دي.
اسوشیېټد پرېس خبري آژانس خبر ورکړی، چې یمني ځواکونو د ۶ اوونیو په موده کې ۷ امریکایي بېپیلوټه الوتکې چې ارزښت یې ۲۰۰ میلیونه ډالر دی ویشتلي دي.
اسوشیېټد پرېس د پنټاګون د چارواکو په حواله ویلي: تېره اوونۍ د درې بېپیلوټه الوتکو غورځېدل دا ښيي چې د یمن په فضا کې د بېپیلوټه الوتکو د هدف نیولو وړتیا ښه شوې ده.
د ویلو ده، چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷ مې نېټې راهیسې د یمن وسله والو ځواکونو د امریکایي اشغالګرو ۲۵ MQ-9 بې پیلوټه الوتکې ویشتلي، چې ارزښت یې لسګونو میلیونو ډالرو ته رسېږي.
















