د روسیې لوړ پوړی جنرال موټر بم چاودنه کې وژل شوی

کابل ټکی کام (جمعه، ۵ غویی، ۱۴۰۴ل)
د روسیې د جنایي تحقیقاتو عالي ادارې خبر ورکړی چې د جمعې په ورځ (اپریل ۲۵) یو لوړپوړی روسي جنرال د موټر بم چاودنې له امله وژل شوی دی.
امنیتي چارواکي وایي، چې ستر جنرال “یاروسلاو موسکالیک” د روسیې د وسلهوالو ځواکونو د عمومي ستاد د عملیاتو د ریاست مرستیال، د بالاشیخا ښار (د مسکو ښار څنګ ته) کې د چاودنې له امله وژل شوی دی. د چاودنې وسیله په موټر کې ځای پر ځای شوې وه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا دغه پېښه “ترهګریز برید” بللی دی.
د ویلو ده، چې دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوې چې د تېر دسمبر پر ۱۷مه، ستر جنرال ایګور کیریلوف هم د برېښنایي سکوټر کې د ځای پر ځای شوي بم د چاودنې له امله وژل شوی و. روسی چارواکو د هغه د وژنې پړه پر اوکراین اچولې وه او د اوکراین د امنیت ادارې هم دغه برید منلی و.



