د حماس بريدونو غزه کې د اشغالګرو پرمختګ ټکنی کړی

کابل ټکی کام (جمعه، ۵ غویی، ۱۴۰۴ل)
د الجزيرې تلويزيون د معلوماتو له مخې په دې وروستيو کې د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې «القسام» له لوري تر سره شویو څو چټکو بریدونو وروسته اسرائیلي اشغالګرو د غزې په یو شمېر پوځي برخو کې پرمختګ درولی دی.
د ویلو ده، چې الجزیره نړیواله تلویزیوني شبکه داسې مهال غزه کې د اشغالګر-ترهګر صهیونیستي پوځ د پرمختګ د ټکني کېدو خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې تړانګې په شمال کې د مقاومت ځواکونو سره په نښتو کې د یو مهم اسرائیلي قوماندان په ګډون ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



