د ایران د بندر عباس په مرکزي بندرګاه کې زوروره چاودنه وشوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، نن شنبه څو شېبې مخکې د ایران په جنوبي ښار بندر عباس کې د شاهید راجعي بندر په ساحه کې د يوه زورورې چاودنې خبر ورکړل شوی دی.

ځايي خلکو رسنيو ته ويلي، چې د چاودنې له امله ځمکه لړزېدلې، نږدې لسګونه موټر ويجاړ شوي او تر ليرې پورې د موټرو او ودانيو ښيښې ماتې شوي او د نږدې کليو پورې د چاودنې غږ رسېدلی دی.

د هرمزګان د ولايت يوه مسؤل تأييد کړې چې د شاهید راجعي بندر په ساحه کې څو دقيقې وړاندې زوروره چاودنه شوې، خو تر اوسه يې د علت په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د تسنيم خبري اژانس د راپور له مخې، دا چاودنه د بندر په يوه اداري ودانۍ کې رامنځته شوې، خو تر دې دمه د مرګ ژوبلې يا مالي زيان په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی.

د چاودنې نوعيت معلومولو هڅې روانې دي، او تر اوسه د انساني تلفاتو راپورونه هم نه دی ورکړل شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button