کابل ټکی کام (یکشنبه، ۷ غویی، ۱۴۰۴ل)
د ایران د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د بندر عباس ښار په شهید رجایي بندر کې د تېرې ورځې د چاودنې له امله د مړو شمېر ۱۸ تنو ته رسېدلی او ۷۵۰ کسان ټپیان شوي دي.
راپورونه وایي، چې د چاودنې سیمه کې لاهم اورلګېدنه روانه ده او د ژغورنې ډلې یې د مهار کولو په لټه کې دي.
ایراني چارواکي وایي، دغه چاودنه په کانټینرونو کې د کیمیاوي توکو د ناسمې ساتنې له امله رامنځته شوې ده.















