لیکواله: سویتلانا الکسیویچ (Svetlana Alexievich)
پښتو ژباړه او ترتيب: حفيظ جلال / د ثور ۷مې او ۸مې په مناسبت
په «زينکي هلکان» (Zinky Boys) کتاب کې د شوروي عسکرو، افسرانو، نرسانو، او د وژل شویو عسکرو د کورنیو غړو اعترافات راټول شوي.
د هغه وخت مشهورې ژورناليستې سويتلانا الکسيويچ د شوروي پوځ د ژوند حقیقي کیسې بیان کړي، چې څنګه دوی د جګړې له امله رواني او فزیکي زیانونه ولیدل. کتاب د جګړې د وحشت، بېمعنا توب او د انساني ارزښتونو د لهمنځهتلو په اړه ژور انځور وړاندې کړی او کيسې يې پکې راخيستي.
ليکواله ليکي، چې افغانستان ته تلل د شوروي ځوانانو لپاره د اتلولۍ خوب و، خو هغه څه چې هغوی هلته ولیدل، د انساني تصور نه بهر وو. جګړه، چې دوی ته د ملي غرور یوه نښه ښکارېدله، ډېر ژر د مړینې، وحشت، او اخلاقي سقوط میدان وګرځېدله.
یو عسکر داسې وایي:
«زه کله هم نه هیرووم چې د جګړې لومړۍ ورځ مې څنګه تېره شوه. ما ته ویل شوي وو چې موږ دلته د دوستۍ او مرستې لپاره راغلي یو، خو زما په مخ کې یوې کلیوالې ښځې چیغې وهلې او زوی یې زموږ د ټانګ د چرخې لاندې ميده ميده شو. زموږ قوماندان وویل: دا د جګړې قاعده ده! خو زما زړه پرې مات شو…»
د يو بل افسر اعتراف:
«مونږ ته ویل شوي وو چې پر دښمن رحم مه کوئ. ما خپله لومړۍ وژنه د يوه ۱۸ کلن هلک ترسره کړه. هغه یتیم ماشوم و، شاید یوازې د اوبو راوړلو لپاره راغلی و. خو ما ډزې پرې وکړې، ځکه ډارېدم. اوس، هره شپه د هغه سترګې زما په سترګو کې وي.»
د یوه وژل شوي عسکر مور:
«زما زوی د خدائ پامانۍ لپاره راغی. د سترګو لاندې یې راکتل، خوله یې نه خلاصېده. کله چې بېرته ولاړ، زه پوه شوم چې دا ځل نه راګرځي. او رښتیا هم، یو ټوټه شوی تابوت بېرته راغی، د زینک تابوت… له همدې کبله دوی موږ ‘زینکي هلکان’ بولي.»
«ما له یوې کلیوالې سره دوستي وکړه. ما غوښتل دا وښيم چې موږ وحشیان نه یو. یوه ورځ مې ولیدل چې زما دوستانو-پوځيانو د هغې کور وسوځاوه. زه له حده زیاته شرمېدم، خو خاموشه پاتې شوم. زه بزدله وم.»
یو شوروي عسکر:
«کله چې زموږ یو ځانګړی ګروپ په یو غره کې راحصار شو، مجاهدینو پر موږ حمله وکړه. هغوی پر موږ داسې بريد وکړ چې موږ یې هیڅ ځواب ورکولو ته نه پرېښودلو. له هرې خوا ډزې راتلې، او موږ یوازې ځواب ورکول او خپل ژوند ژغورل غوښتل.
موږ له همدې حملې وروسته پوه شو چې افغانان په جګړه ښه پوهېږي. هغوی یوازې غره کې ژوند نه دی کړی، بلکې هغوی پوهېږي چې څنګه باید يوڅوک ووژني.»
د آرتیوم بوروویک د “افغانستان: شوروي ویتنام” کتاب کې کیسې
د یوې بلې کیسې برخه:
«ما یواځې له دوی سره مبارزه کوله، زه نه پوهېدم چې څوک بايد ووژل شي. موږ نه پوهيدو چې زمونږ دښمن څوک دی.»
افسر وايي:”موږ د افغانانو کورونه د یو بیرحمانه ځواب په توګه ویجاړ کړل. زموږ قوماندانانو مونږ ته امر وکړ چې هېڅ شی بايد ژوندی پاتې نه شي.”
یو بل افسر، چې د بوروویک سره یې خپلې خبرې شریکې کړې، وایي:
“یو وخت، د افغانانو په یوه کلي کې ښځې او ماشومان پرته له کومې جګړې زموږ د پوځ تر برید لاندې راغلل. موږ یوازې د دې لپاره چې خپل قوماندان ته وښایو چې موږ د خپلو اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره کومه پوځي سخته لار انتخاب کړې، هغوی ټول ووژل.”
يوه بله کيسه:
“موږ د افغانانو د وژلو پر لور روان وو. یوه ورځ، موږ د یوه کلي له ښځو او ماشومانو سره مخ شو. دوی زموږ مخې ته د تښتېدو هڅه وکړه، خو موږ هغوی نه یوازې وویشتل بلکې د هغوی ټول کورونه مو تباه کړل. صرف په دې موخه چې د افغانانو لپاره زموږ دغه وژنې یو خونړی یادګار پاتې شي.